د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت پچیرآګام ولسوالۍ کې له ۲۰۰۰ تثبیت شویو اړمنو او بېوزلو کورنیو سره په ټولیزه توګه د شپېته میلیونه (۶۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو د نغدي مرستې لړۍ، د افغاني سرې میاشتې د مرستیال په لاس پیل شوه.

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۵ - ۸:۲۸
خبرونه

‏نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۲۲مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت پچیرآګام ولسوالۍ کې له ۲۰۰۰ تثبیت شویو اړمنو او بېوزلو کورنیو سره په ټولیزه توګه د شپېته میلیونه (۶۰،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو د نغدي مرستې لړۍ، د افغاني سرې میاشتې د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن په لاس پیل شوه.
د یادې نغدي مرستې د وېش په پرانيسته کې د افغاني سرې میاشتې مرستیال په خپلو خبرو کې افغاني سره میاشت ولس ته د خدمت او مرستې رسولو باوري مرستندوی بنسټ ياد کړ او ویې ویل "دې خيريه ملي ټولنې تل په ستونزمنو حالاتو کې د بېوزلو هېوادوالو ملاتړ او لاسنيوي کړی او مونږ ویاړو چې خپلو هېوادوالو ته د بشرپالو خدماتو په ترسره کولو بوخت یو".
د يادونې وړ ده چې ياده نغدي مرسته کې هرې کورنۍ ته ۳۰،۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي

يکشنبه، ٢٠ شعبان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د زابل ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٠٠٠٣ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۸:۳۴
Background image

هرات؛ د پېښو مدیریت د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت په نماینده ګۍ کې د پېښو پر وړاندې د ځواب وینې ۲۵ تنو غړو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو لېږد په موخه د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۸:۸
Background image

هرات کې سېلاب‌ ځپلې کورنۍ د لنډمهالې سرپناه غیر خوراکي مرسته تر لاسه کړه

شنبه، ۱۹ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هرات ولایت د غوریان ولسوالۍ په سر آسیاب سیمه کې له یوې سېلاب ځپلې کورنۍ سره ۳ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یاده مرسته چې د. . .

BACK TO NEWS