‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور نن په خپل کاري دفتر کې د آی سی آرسی او نړیوال فدراسیون له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۸:۱۳
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۱۴ مه، د دې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې ښاغلې کترینا ریټز او د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي نېسېفور مګېنډي سره د ګډو همکاریو د پراختیا او لا ښه والي په موخه درې اړخيزه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس نوموړو ته ښه راغلاست ووایه او له افغاني سرې میاشتې سره د دوی له لوري شوې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ یې اغېزمنې وبللې.
همدا ډول ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې مقابل لوري څخه د روغتیا، پېښځپلو د لاسنيوي او اقليمي بدلون په برخه کې د مرستې ترڅنک د نویو پروژو د پيل او زیاتوالي غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون او ای سي ار سي مسئولینو د افغاني سرې میاشتې خدمات رښتيني او صادقانه وبلل او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، نسايي ولادي او ماشومانو د روغتیا برخه کې يې د مرستې سربېره د لا ډېرو هڅو او کوښښونو ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۳:۱۷
Background image

د نورستان سېلاب ځپلو ته د سعودي عربستان بېړنۍ مرسته؛ د خوراکي توکو ۵۰۰ کڅوړې افغاني سرې میاشتې ته وسپارل شوې

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د تېرې پنجشنبې په ورځ، د سعودي عربستان د ملک سلمان د بشري مرستو مرکز د نورستان ولایت د وروستیو سېلابونو له زیانمنو کورنیو سره د بېړني لاسنیوي په موخه د خوراکي توکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۰:۱۱
Background image

خوست کې د څه باندې ٨ زره ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د خوست ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۱۵۷۲ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۷
Background image

افغاني سرې میاشتې د ځوانانو د پوهاوي او مهارتونو د ودې لپاره د ښوونیزو مرکزونو له لارې زرګونه تنه روزلي دي

شنبه، ۱۰ صفر ۱۴۴۸

افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ۵۹۷۶ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

BACK TO NEWS