‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور نن په خپل کاري دفتر کې د آی سی آرسی او نړیوال فدراسیون له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

arcs_website_admin
Wed, Sep 18 2024 8:13 AM
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۱۴ مه، د دې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې ښاغلې کترینا ریټز او د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي نېسېفور مګېنډي سره د ګډو همکاریو د پراختیا او لا ښه والي په موخه درې اړخيزه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس نوموړو ته ښه راغلاست ووایه او له افغاني سرې میاشتې سره د دوی له لوري شوې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ یې اغېزمنې وبللې.
همدا ډول ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې مقابل لوري څخه د روغتیا، پېښځپلو د لاسنيوي او اقليمي بدلون په برخه کې د مرستې ترڅنک د نویو پروژو د پيل او زیاتوالي غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون او ای سي ار سي مسئولینو د افغاني سرې میاشتې خدمات رښتيني او صادقانه وبلل او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، نسايي ولادي او ماشومانو د روغتیا برخه کې يې د مرستې سربېره د لا ډېرو هڅو او کوښښونو ژمنه ورکړه.

Latest news

BACK TO NEWS