‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور نن په خپل کاري دفتر کې د آی سی آرسی او نړیوال فدراسیون له مسؤلینو سره ناسته وکړه.

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۸ - ۸:۱۳
خبرونه

‏د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شيخ الحديث شهاب الدين دلاور نن د ربیع الأول د میاشتې پر ۱۴ مه، د دې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د آی سي آر سي له مشرې ښاغلې کترینا ریټز او د نړیوال فدراسیون له مسئول ښاغلي نېسېفور مګېنډي سره د ګډو همکاریو د پراختیا او لا ښه والي په موخه درې اړخيزه ناسته وکړه.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس نوموړو ته ښه راغلاست ووایه او له افغاني سرې میاشتې سره د دوی له لوري شوې هر اړخيزې مرستې او همکارۍ یې اغېزمنې وبللې.
همدا ډول ښاغلي دلاور په خپلو خبرو کې مقابل لوري څخه د روغتیا، پېښځپلو د لاسنيوي او اقليمي بدلون په برخه کې د مرستې ترڅنک د نویو پروژو د پيل او زیاتوالي غوښتنه وکړه.
ورپسې په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون او ای سي ار سي مسئولینو د افغاني سرې میاشتې خدمات رښتيني او صادقانه وبلل او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې، نسايي ولادي او ماشومانو د روغتیا برخه کې يې د مرستې سربېره د لا ډېرو هڅو او کوښښونو ژمنه ورکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۴۵
Background image

‏افغاني سره میاشت د هېواد ځوان کهول ته چې په شخصي ښونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په ټول هېواد کې ٣٥ ښوونیز مرکزونه لري.

‏افغاني سره میاشت د هېواد ځوان کهول ته چې په شخصي ښونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په ټول هېواد کې ٣٥ ښوونیز مرکزونه لري. پر همدې بنسټ د بدخشان ولایت ښوونیز مرکز په تېرو ۳. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۸:۴۰
Background image

افغاني سرې میاشتې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سيمو کې په ټولیزه توګه ۴۲۰۱۸ وګړو ته روغتیایي خدمات ترسره کړي دي.

افغاني سرې میاشتې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سيمو کې په ټولیزه توګه ۴۲۰۱۸ وګړو ته روغتیایي خدمات ترسره کړي دي.
په یاده موده کې روغتیاپالانو ۲۰۴۳۰ ناروغانو. . .

BACK TO NEWS