د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ننګرهار کې د یوه ثابت روغتون د احاطې د جوړښت ډبره کېښوده

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۴۱
افتتاح

د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولت اباد سیمه کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په لاس د شاوخوا دوه نیم میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د وګړو له لوري ثابت روغتون ته پر وقف شوې ځمکه د احاطې د جوړښت ډبره کېښودل شوه.
د یاد روغتون د احاطې د ډبرې له ایښودو وړاندې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص په خپلو څرګندونو کې وویل "افغاني سرې میاشتې په تېر یو کال کې د رواني ناروغانو د دوه نویو مرکزونه پر پرانیستلو سربېره ګڼ روغتیاي مرکزونه ایجاد کړل او هڅه کوو د رواني ناروغانو مرکزونه نور هم زیات کړو".
نوموړي وویل "زمونږ ګډ مسؤلیت دی، چې د ولس لاسنیوی وکړو؛ زمونږ دا خدمت به مو لومړی او وروستی نه وي، مونږ به هره سیمه کې له خپل وس سره سم د ملت خدمت کوو".
ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "ترڅو چې ملت افغاني سرې میاشتې ته لاس ورنکړي، نو ممکنه نده چې افغاني سره میاشت دې په یوازې ځان د هېوادوالو لاسنیوی وکړي".
قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د افغاني سرې میاشتې مننه وکړه، چې د دوی لاسنیوی یې وکړ او دوی ته یې روغتیایي مرکز منظور کړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۵:۳۶
Background image

تخار کې ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

سې شنبه، ۳۰ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو ۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۵۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو نړیوال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۴:۴۲
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو اتلولي خپله کړه

سې شنبه، ٣٠ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې د والیبال لوبډلې د کابل جام د والیبال سیالیو د ۱۳م پړاو اتلولي خپله کړه. یادې سیالۍ، چې د بدني روزنې او ورزش ادارې له لوري په ملي جمنازیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۶:۴۲
Background image

بغلان؛ ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۶ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

دوشنبه، ۲۹ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې ۲۵۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲ میلیونه او ۶۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د ملي ټولنو. . .

BACK TO NEWS