زابل!

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۳ - ۹:۸
زابل!

وګړو ته د افغاني سرې میاشتې په اړه عامه پوهاوی ورکول د افغاني سرې میاشتې عمده فعالیت دی، په همدې موخه، نن يکشنبه د ربيع الأول پر ۹ مه د افغاني سرې مياشتې زابل ولایت په ښوونیز مرکز کې ۲۰ نظامي مسئولینو ته یوه ورځنۍ نشراتي غونډه ترسره شوه. په ياده غونډه کې ګډونوالو ته د افغاني سرې میاشتې تاریخچه، بنسټیز اصول، فعاليتونه او نښان په مفصل ډول شرحه شول. د غونډې په پای کې پر ګډونوالو د افغاني سرې میاشتې د فعالیتونو مجلې، د پيژندني کتابونه او د افغاني سرې میاشتې په نښان مزین قلمونه هم ووېشل شول.

k

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۵۳
Background image

خوست؛ افغاني سرې مياشتې د ١٨ سېلاب ځپلو کورنيو لاسنيوى وکړ

شنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د خوست ولایت په څلورو (مندوزیو، ځاځي میدان، صبریو او تڼیو) ولسوالیو کې له ۱۱ سېلاب ځپلو کورنیو سره ۴ قلمه د غیر خوراکي توکو مرسته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۵:۳۱
Background image

میدان وردګ؛ پر سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه

شنبه، ۹ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د میدان وردګ ولایت د چک ولسوالۍ په بکسمند سیمه کې پر ۴۴ سېلاب ځپلو کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

په یاده. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۹:۴۵
Background image

هرات اسلام قلعه؛ له ایران څخه راستنو شوو کډوالو ته د پخو خوړو ترڅنګ روغتيايي خدمتونه وړاندې کېږي

جمعه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۷

د افغاني سرې مياشتې د مشرتابه په لارښوونه د هرات ولايت اسلام قلعه بندر کې د ځانګړي پلاوي، ځايي کارکوونکو او رضاکارانو له لورې له ايران څخه راستانه شوو زرګونو. . .

BACK TO NEWS