کابل؛ د افغاني سرې میاشتې ۲۵ کارکوونکو ته د بېړنیو عملیاتو مرکز د پېژندنې په اړه روزنه ورکړل شوه

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۸:۱۴
K

پنجشنبه، ۱۷ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې د بېړنیو عملیاتو مرکز د پېژندنې او دندو په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ دایر کړ.

په دې ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې د بېلابېلو ریاستونو ۲۵ کارکوونکو ګډون کړی و، چې په کې ګډونوالو ته د مرکز د دندو، د پېښو پر مهال د معلوماتو د مدیریت، د اړوندو څانګو ترمنځ د همغږۍ او د بېړنیو عملیاتو د تنظیم په اړه معلومات ورکړل شول.

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال مولوي روح‌ الله عبدالسلام وویل، د بېړنیو عملیاتو مرکز د پېښو پر مهال د معلوماتو په راټولولو او د وضعیت په ارزونه کې مهمه ونډه لري او د ددې ادارې د ریاستونو ترمنځ د همغږۍ او د مرستو د تنظیم برخه کې فعالیت ترسره کوي.

نوموړي وویل، د پېښو پر وړاندې د چټک غبرګون لپاره د معلوماتو کره تبادله، د کارکوونکو همغږي او د مسؤلیتونو روښانه پېژندل اړین دي.

په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر ډاکټر حسام فیصل د پېښو پر وړاندې د چمتووالي او چټک غبرګون پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل، افغاني سره میاشت باید د پېښو پر مهال پر وخت اقدام وکړي او له اړونده ادارو سره همغږي پیاوړې کړي.

حسام فیصل همدا راز وویل، نړیوال فدراسیون به د بشري خدمتونو د اغېزمنتیا او د پېښو پر وړاندې د چمتووالي د پیاوړتیا په برخه کې له افغاني سرې میاشتې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست رئیس مولوي محمودالحق احدي وویل، چې د پېښو پر وړاندې د اغېزمن غبرګون لپاره د ددې ادارې ټول ریاستونه باید خپل مسؤلیتونه پر وخت ترسره کړي او د بېړنیو حالاتو د چارو په تنظیم او مدیریت کې فعاله ونډه واخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۸:۱۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې ۲۵ کارکوونکو ته د بېړنیو عملیاتو مرکز د پېژندنې په اړه روزنه ورکړل شوه

پنجشنبه، ۱۷ جمادی ‌الأولی ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د پېښو ریاست، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ د افغاني سرې میاشتې د بېړنیو عملیاتو مرکز د پېژندنې او دندو په اړه یو ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۶:۴۱
Background image

سرپل؛ په تېره یوه میاشت کې د څه باندې ۵ زره ناروغانو درملنه شوې

پنجشنبه، ۱۷ جمادی الأولی ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۴۹۵۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۱۸
Background image

ارزګان؛ ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱۶ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې ۵۰۰ اړمنو بزګرانو ته ۱۱.۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

د افغاني سرې میاشتې له لوري ترسره شوې دغه مرسته د سره. . .

BACK TO NEWS