زابل؛ له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸.۷۵ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وشوه
شنبه، ۱۰ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د زابل ولایت د شملزو ولسوالۍ په ځنځیر کلي کې د جګړو له امله له ۷۰۰ زیانمنو کورنیو سره ۸ میلیونه او ۷۵۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وه، چې هرې کورنۍ ته ۱۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
دغه نغدي مرسته د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د جګړو له امله د رامنځته شوو ستونزو د کمولو په موخه ووېشل شوه.
افغاني سره میاشت د جګړو او طبیعي پېښو له امله زیانمنو کورنیو ته د بېړنیو بشري مرستو رسولو او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
