بغلان ولايت کې ١٧٥٧٨ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!

بغلان ولايت کې ١٧٥٧٨ تنه اړمنو هيوادوالو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د بغلان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ٤٧٨٤ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ٢٣٥ تنو ټپیانو پانسمان، ١٢٣٨ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ١٠١٢٠ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ٣٥٥ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ٦٩١ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ١٥٥ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.