بدخشان ولایت کې ۲۴۸ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!
بدخشان ولایت کې ۲۴۸ تنه زده کوونکو ته ښوونیز خدمات!
د افغاني سرې میاشتې اړوند د بدخشان ولایت ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ۲۴۸ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره شوې.
یاده موده کې ۴۸ تنه زده کوونکي د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ۲۰۰ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.