۱۵۰ تنه اړمن زده کوونکي د حرفوي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول! 

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۵:۳
خبرونه

۱۵۰ تنه اړمن زده کوونکي د حرفوي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول! 

نن چهارشنبه د شعبان المعظم د میاشتې پر ۲۶ مه، د افغاني سرې میاشتې په تخنیکي او د صندوق القطر په مالي مرسته د هلمند، فراه او فاریاب ولایتونو ۱۵۰ اړمن تنه زده کوونکي، چې پنځه میاشتې وړاندې افغان کوریا انستيتوت ته ورپېژندل شوي و، د کمپيوټر، برېښنا، خیاطۍ او نلدوانۍ برخو کې د حرفوي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
په دې مناسبت جوړه شوې فراغت غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د نوموړي د مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن سربېره په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مسئول ښاغلي حسین بوتاني او ددې خيريه ملي ټولنې د مرکزي ریاستونو يو شمېر رئیسانو او کارکوونکو هم  ګډون درلود. 
غونډې ته د وینا پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په خپلو څرګندونو کې د قطر  هېواد له دوامداره بشرپاله مرستو او همکاریو مننه وکړه او د ورته پروژو پلي کول یې د اړمنو او بې وزله کورنیو د ځان بساینې برخه کې اغېزمن او مهم وبلل او د دا ډول پروژو د پلي کولو برخه کې یې له کورنیو او بهرنیو مرستندویه بنسټونو د همکاريو غوښتنه وکړه. دا راز ښاغلي دلاور زده کوونکو ته د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ هغوی ته له الله سبحانه وتعالی څخه د غوره خدمت کولو د توفیق غوښتنه هم وکړه.
ورپسې د افغاني سرې میاشتې مرستیال د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو برخه کې د ځوانانو د روزنې او اړونده مسئولیتونو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او د يوې ټولنې په پرمختګ کې یې د لوستو او مسلکي ځوانانو ونډه مهمه یاده کړه. 
همدا ډول په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې مسئول ښاغلي  حسین بوتاني په خپلو څرګندونو کې د یادې پروژې د تطبیق برخه کې د افغاني سرې میاشتې غوره همغږي وستایله او ژمنه یې وکړه، چې راتلونکي کې که به هم د ورته پروژو د برابرولو برخه کې هڅې کوي او له افغاني سرې میاشتې سره به خپلې همکارۍ زیاتوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS