کډوالو سره دوامداره مرستې؛ نیمروز کې پر۱۰۰۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۴:۵۵
کډوالو سره دوامداره مرستې؛ نیمروز کې پر۱۰۰۰ کورنیو خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل شول

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په لارښوونه، د نیمروز ولایت د مرکز زرنج په ګډون په څلورو (دلارام، خاشرود، کنګ، چخانسور) ولسوالیو کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو ۱۵ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۱۰ کیلو دال، ۱۰ کیلو مکروني، ۱۰ کیلو نخود، ۲ قطی رُب، ۲ کیلو مالګه، ۱ پاکټ سرېلاک، ۱ کمپله، ۱ بوتل د سر مینځلو شامپو او ۱ بوتل د لوښو مینځلو شامپو ورکړل شوه.
دغه مرسته له یادو کورنیو سره د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د اساسي ستونزو را کمولو په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۵۰
Background image

ښوونيز مرکزونه؛ زرګونو ځوانانو ته د ديني او عصري زده کړو زمينه برابره شوې ده

شنبه، ٢٧ رجب ۱۴۴٧
افغاني سرې میاشتې په تېره يوه اونۍ کې د ټول هېواد په کچه د ځوانانو او رضاکارانو د  ۳٧ ښوونیزو مرکزونو له لارې په ټوله کې ٦٢١١ تنه زده کوونکو ته په بېلابېلو برخو لکه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

کاپيسا؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې مياشتې له روغتيايي خدمتونو برخمن شوي دي

شنبه، ٢٧ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د کاپيسا ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٣٣٢٥ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۱۶:۲۹
Background image

راستنېدونکي کډوال او لومړنۍ اړتیاوې؛ بادغیس کې ۱۰۰۰ کورنیو سره بېړنۍ مرسته وشوه

پنجشنبه، ۲۵ رجب ۱۴۴۷
د بادغیس ولایت په مرکز، بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې د عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په هدایت،. . .

BACK TO NEWS