کندهار ولایت کې د ورښتونو له امله له زیانمنې شوې کورنۍ سره په بېړنۍ توګه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۶:۵۳
خبرونه

کندهار ولایت کې د ورښتونو له امله له زیانمنې شوې کورنۍ سره په بېړنۍ توګه د غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!

نن سه شنبه د شعبان د میاشتې پر ۲۶مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت مرکز د پنجوايي دو راهۍ د کوبي په سيمه کې  له هغې زيانمنې شوې کورنۍ سره د لنډمهالې سرپناه برابرولو په موخه په بېړني ډول د يو باب خېمې او د پخلنځي يو سيټ مرسته ترسره شوه چې د سختو اورښتونو له امله يې کور نړېدلى وه،  په کې د يادې کورنۍ يوې مېرمنې او درې ماشومانو ژوند له لاسه ورکړى وه او دوه تنه نور ټپيان شوي وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS