کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۲۵ کورنیو سره مرسته وشوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۱ - ۲۱:۰
کابل کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ۲۲۵ کورنیو سره مرسته وشوه

نن د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د مرغومي پر ۲۱مه نېټه د کابل ښار د ۱۳مې، ۱۵مې او ۱۷مې ناحیې ۲۲۵ اړمنو، کونډو، بېوزلو، او معلولینو له کورنیو سره د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړیوال فدراسیون له خوا چمتو شوې مرسته وویشل شوه.

په یاده مرسته کې ۸ قلمه خوراکي مواد شامل دي، چې په کې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۷ کیلو لوبیا، ۵ کیلو بوره، ۲ کیلو مالګه، ۱ کیلو چای، یوه قطعۍ BP۵ بسکوټ او ۱۰ لیتره غوړي شتون لري.

پر خوراکي مرسته سربېره یادو کورنیو ته ژمنۍ البسه هم وویشل شوه، چې په کې جمپرونه، جرابې، شال، پټو، بوټان، دستکشې او یو لړ نور توکي شامل دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۸
Background image

Uruzgan: Comprehensive Health Services Provided to Thousands of Patients

Saturday, July 19, 2026

 

Over the past 30 days, medical staff of the ARCS have provided healthcare services to 2,045 patients across various districts and villages of Uruzgan. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۰:۴
Background image

ارزګان؛ زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

یکشنبه، ۴ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د ارزګان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۰۴۵ تنو ناروغانو ته د معاینې، لازمو درملو د ورکړې،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۵:۲۴
Background image

سرپل او جوزجان کې ۸۰۰ اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته ۱۶ ټنه لوبیا ووېشل شوه

شنبه، ۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ اړمنو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته په سرپل او ۴۰۰ کورنیو ته په جوزجان ولایت کې د خوراکي مرستو په لړ کې ۱۶ ټنه لوبیا. . .

BACK TO NEWS