سرپل او جوزجان کې ۸۰۰ اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته ۱۶ ټنه لوبیا ووېشل شوه

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۱۰:۵۴
S

شنبه، ۳ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري ۴۰۰ اړمنو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو کورنیو ته په سرپل او ۴۰۰ کورنیو ته په جوزجان ولایت کې د خوراکي مرستو په لړ کې ۱۶ ټنه لوبیا ووېشل شوه.

یاده مرسته د ازبکستان هېواد له لوري چمتو شوې وه، چې له مخې یې هرې کورنۍ ۲۰ کیلو لوبیا ترلاسه کړه.

افغاني سره میاشت هڅه کوي، چې اړمنو او راستنو شویو کورنیو ته پر وخت بشري مرستې ورسوي او د هغوی د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه ونډه واخلي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۵۶
Background image

کابل؛ د ګرځنده روغتیايي ټیمونو لپاره د درملو د معقول استعمال پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو

شنبه، ۶ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د ډاکټرانو او فارمسسټانو لپاره د درملو د معقول استعمال تر عنوان لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۴:۲۳
Background image

سرپل؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

شنبه، ۶ ربیع الآخر ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د سرپل ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۵۱۹۰ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۹:۲۴
Background image

ارزګان؛ د اورلګېدنې له امله زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول

پنجشنبه، ۴ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په ارزګان ولایت کې د اورلګېدنې له امله یوې زیانمنې کورنۍ ته غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

په دې مرسته کې یادې کورنۍ ته د بېړنیو. . .

BACK TO NEWS