کابل مرکزي مرستون کې پر ۳۰۰ بې سرپرسته مېرمنو نغدي مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۴:۴۱
خبرونه

کابل مرکزي مرستون کې پر ۳۰۰ بې سرپرسته مېرمنو نغدي مرسته ووېشل شوه!

نن يکشنبه د رمضان میاشتې پر ۲۳مه، د افغاني سرې میاشتې مرکزي مرستون کې د کابل ولایت د یو شمېر ولسواليو او ناحیو پر ۳۰۰ بې سرپرسته مېرمنو راتلونکي کې د ځان بسياینې او پیل کړو کوچنیو کاربارونو کې د پراختیا په موخه یو ځل بیا  ۴،۵۰۰۰۰۰څلور میلیونه او پنځه سوه زره  افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه؛ چې هرې بې سرپرسته مېرمنې ته ۱۵،۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ياده دې وي چې څه موده وړاندې هم د یادو ۳۰۰ بې سرپرسته مېرمنو له ډلې ۱۱۰ مېرمنو ته د خیاطۍ د وسایلو پېرلو او همدا ډول پاتې ۱۹۰ مېرمنو ته د چرګانو د پېرلو لپاره شل شل زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS