کابل؛ د مالي کړنلارې او حسابدارۍ په اړه اته ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۴:۱۴
kabull

دوشنبه، ۲۰ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د مالي ریاست، مرکزي مرستون، پکتیا زون، مرکزي روغتون او د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې مرکز د عوایدو څانګې ۲۸ کارکوونکو ته د مالي کړنلارې او حسابدارۍ په اړه اته ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ په پرانسته کې د مالي چارو رئیس، ښاغلي حافظ شبیر احمد عثماني، دا پروګرام د کارکوونکو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو لپاره یو مهم فرصت وباله. نوموړي وویل، دا ډول ښوونیز پروګرامونه د مرکز او ولایتونو په کچه د مالي چارو د تنظیم او مدیریت په برخه کې ځانګړی ارزښت لري.
هغه زیاته کړه، د مالي کارکوونکو ظرفیت لوړونه د اداري چارو د پیاوړتیا لامل ګرځي او کمزورتيا یې د ادارې پر عمومي فعالیتونو منفي اغېز کوي.
نوموړي له ګډونوالو وغوښتل، خپلې دندې په اخلاص او ژمنتیا ترسره کړي، څو اداري موخې په اغېزمن ډول ترلاسه شي. همدارنګه یې ډاډ ورکړ، چې په راتلونکي کې به د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې لپاره نور ورته ښوونیز پروګرامونه هم تنظيم شي.
په دې ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د مالي راپورونو د سمون، د بودیجې پر وخت او اغېزمن مصرف، د حساب ورکونې اصولو، مالي روڼتیا او د مقرراتو د رعایت په اړه اړین او تفصیلي معلومات وړاندې شي.
د يادونې وړ ده چې دغه ورکشاپ په افغانستان کې د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۷:۲۱
Background image

لوګر؛ د غرښویېدنې له امله زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

سې شنبه، ۲۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ په آرزوخېلو کلي کې د غرښویېدنې له امله یوې زیانمنې شوې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ ته، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

په کابل کې ۴۷۰ اړمنو او راستنو شوو کورنیو ته غیر خوراکي توکي ووېشل شول

سې شنبه، ۲۱ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې په کابل کې د مرکز اړوند بېلابېلو ناحیو او د پغمان ولسوالۍ له ۴۷۰ اړمنو، بې‌ وزلو او راستنو شوو کډوالو کورنیو سره د غیر خوراکي توکو مرسته وکړه.
پ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

د افغاني سرې میاشتې مشرتابه له نړیوالو کاري شریکانو سره د روژه ماتي ګډ مجلس وکړ

سې شنبه، ۲۱ رمضان المبارک ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري تېر ماښام په کابل کې د دې ادارې نړیوالو کاري شریکانو ته د افغاني دود او مېلمه‌پالنې له مخې د روژه ماتي مېلمستیا چمتو او ګډ. . .

BACK TO NEWS