کابل؛ د ساختماني انجنیر د بست لپاره ازموینه واخیستل شوه
شنبه، ۱۲ شعبان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې مرکزي دفتر کې د ساختماني انجنیرۍ پر یوه خالي بست د وړ او مسلکي شخص د ګمارلو په موخه له نوماندانو تحریري ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه، چې د کارکوونکو چارو د ریاست له لوري پر لاره اچول شوې وه ، په کې ۵۰ تنو د ودانیزو چارو انجنیرانو ګډون درلود، چې د بشپړ شفافیت، عدالت او روڼتیا له مخې به د تحریري ازموینې د پوښتن پاڼو تر کتلو او تقريري ازموینې وروسته مخکښ نوماند په ګوته او وګمارل شي.
