کابل؛ د رسنیو د څار درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو
یکشنبه، ۲۶ المحرم ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د اطلاعاتو او خپرونو ریاست له لوري د سیمه ییزو دفترونو، نمایندهګیو او مرکزي دفتر نشراتي کارکوونکو لپاره د رسنیو د څار او نقشې جوړونې په اړه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.
د ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د افغاني سرې میاشتې ویاند، حافظ محمد قدیم ابرار، د رسنیز فعالیت د پیاوړتیا، د معلوماتو د کرهوالي، دقت او پر وخت خپرولو پر اهمیت خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې د افغاني سرې میاشتې بشري خدمتونه او د اړمنو خلکو اړتیاوې باید د رسنیو له لارې په مسلکي او اغېزمن ډول منعکس شي.
ورپسې د نشراتو آمر، مولوي محمد یحیی رحیمي، د رسنیو د ارزښت او د ټولنې په پوهاوي او اړیکو کې د هغوی د رول په اړه خبرې وکړې او له ګډونوالو یې وغوښتل چې له دې روزنیز ورکشاپ څخه د خپلو مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره اعظمي ګټه واخلي.
دغه درې ورځنی ورکشاپ، چې د آی سي آر سي په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی، موخه یې د رسنیو د څارنې له اصولو او عملي لارو چارو سره بلدتیا، د افغاني سرې میاشتې په اړه د خپرېدونکو خبرونو، راپورونو او د ټولنیزو رسنیو د محتوا منظم څار او تحلیل، د رسنیز پوښښ ارزونه او د ملي او نړیوالو رسنیو او اغېزناکو رسنیزو بنسټونو پېژندنه او طبقهبندي ده.
