کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د بیړني چمتووالي او غبرګون درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴
K

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست په نوښت، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ او د ناروې سره صلیب په همغږۍ، د بیړني چمتووالي او غبرګون کاري چوکاټ جوړولو درې ورځنی مشورتي ورکشاپ پیل شو.

په ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او ناروې سره صلیب استازو او کارکوونکو ګډون کړی دی.

د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر حسام فیصل د ورکشاپ پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي فعالیتونه اغېزمن وبلل او ویې ویل چې د دې پروګرام له لارې به د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي لپاره تجربې او معلومات شریک شي. هغه په بېړنیو حالاتو کې د رضاکارانو له لارې د پر وخت او اغېزمنو بشري او روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان وویل، د بیړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمن غبرګون لپاره مخکې له مخکې چمتووالی او پلان جوړونه اړینه ده. نوموړي زیاته کړه چې افغاني سره میاشت په بېړنيو حالاتو کې د خپلو رضاکارانو په مرسته اړمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه رسوي او د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ یې په دې برخه کې مهم رول ترسره کړی دی.

د ورکشاپ په درې ورځو کې به د بیړني چمتووالي او غبرګون کاري چوکاټ پر جوړولو، د تجربو او معلوماتو پر شریکولو او په بیړنیو حالاتو کې د اغېزمن غبرګون د پیاوړتیا پر عملي لارو چارو بحث وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۵۷
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او نړیوالو کاري شریکانو ترمنځ د مالي سیستم د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې عمومي رئیس شیخ الحدیث شهاب‌ الدین دلاور د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون، ناروې او ډنمارک سره صلیبونو او نړیوال مالي پراختیايي مرکز له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۶
Background image

نورستان، ننګرهار؛ ۴۰۷ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۴ میلیونه، ۲۷۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت په مرکز پارون کې ۳۵۸ او د ننګرهار ولایت د بټیکوټ ولسوالۍ په انبار خانې کلي کې ۴۹ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته ۴. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د بیړني چمتووالي او غبرګون درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

سې شنبه، ۱۵ جمادی‌ الأولى ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست په نوښت، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ او د ناروې سره صلیب په همغږۍ، د بیړني چمتووالي او غبرګون. . .

BACK TO NEWS