کابل؛ د افغاني سرې میاشتې د بیړني چمتووالي او غبرګون درې ورځنی ورکشاپ پیل شو
سې شنبه، ۱۵ جمادی الأولى ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي خدمتونو ریاست په نوښت، د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون په مالي ملاتړ او د ناروې سره صلیب په همغږۍ، د بیړني چمتووالي او غبرګون کاري چوکاټ جوړولو درې ورځنی مشورتي ورکشاپ پیل شو.
په ورکشاپ کې د افغاني سرې میاشتې، ملي ټولنو نړیوال فدراسیون او ناروې سره صلیب استازو او کارکوونکو ګډون کړی دی.
د ملي ټولنو نړیوال فدراسیون مشر حسام فیصل د ورکشاپ پرانیسته کې د افغاني سرې میاشتې روغتیايي فعالیتونه اغېزمن وبلل او ویې ویل چې د دې پروګرام له لارې به د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د چمتووالي لپاره تجربې او معلومات شریک شي. هغه په بېړنیو حالاتو کې د رضاکارانو له لارې د پر وخت او اغېزمنو بشري او روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.
د روغتیايي خدمتونو رئیس ډاکټر عبدالله عرفان وویل، د بیړنیو حالاتو پر مهال د اغېزمن غبرګون لپاره مخکې له مخکې چمتووالی او پلان جوړونه اړینه ده. نوموړي زیاته کړه چې افغاني سره میاشت په بېړنيو حالاتو کې د خپلو رضاکارانو په مرسته اړمنو خلکو ته روغتیايي خدمتونه رسوي او د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ یې په دې برخه کې مهم رول ترسره کړی دی.
د ورکشاپ په درې ورځو کې به د بیړني چمتووالي او غبرګون کاري چوکاټ پر جوړولو، د تجربو او معلوماتو پر شریکولو او په بیړنیو حالاتو کې د اغېزمن غبرګون د پیاوړتیا پر عملي لارو چارو بحث وشي.
