پکتیکا:
افغاني سرې میاشتې پرون د ذوالحجې پر ۳مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې ۶۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته ۵۶ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مرسته وویشله. یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۸ قلمه توکي وویشل شول.
په ویشل شویو توکو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۲۵ کیلو وریژې، ۵ لیتره غوړي، ۱۲ قطعۍ لوبیا، ۱ لمریزه بریښنایي تخته، د ماشومانو لپاره یوه قطعۍ شیدې او د صابون، شامپو او روی پاک په ګډون د روغتیا ساتنې ګڼ توکي وویشل شول.