په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه :

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:
لغمان:
قرغیو ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله له ۱۳ زیانمنو شویو کورنیو سره د پخو خوړو مرسته ترسره شوه.
* له ښوونیز مرکز څخه په مختلفو برخو کې ۳۸ تنه زده کوونکي د شپږ میاشتنیو زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ شول.
کندز:
د تېرو ۳۰ ورځو په لړ کې ۱۷۰۵۸ تنو ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي.
هرات:
ګذره ولسوالۍ کې ۴۰ تنو ښځینه او نارینه رضاکارانو ته پنځه ورځني ۲ روزنیز ورکشاپونه پای ته ورسېدل.