په المان کې تر درملنې وروسته ۱۹ ماشومان هېواد ته راستانه شول

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۵:۲۷
K

شنبه، ۶ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري المان هېواد ته د درملنې لپاره استول شوي ۱۹ تنه هغه ماشومان، چې په اور سخت سوځېدلي وو او یا د مېکروبي هډوکو په ناروغۍ اخته وو، تر بشپړې درملنې او رغېدو وروسته بېرته هېواد ته راستانه او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د دغو ماشومانو والدینو د خپلو ماشومانو له رغېدو او بېرته راستنېدو خوښي څرګنده کړه او د افغاني سرې میاشتې له مشرتابه او اړوندو همکارو بنسټونو څخه یې مننه وکړه، چې د دوی ماشومانو ته یې د درملنې او بېرته روغتیا موندنې زمینه برابره کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې افغاني سره میاشت له تېرو ۳۶ کلونو راهیسې د المان د سولې کلي خیریه بنسټ له لوري د لاسلیک شوي هوکړه‌ لیک پر بنسټ هر کال هغه ماشومان، چې په اور سخت سوځېدلي وي او یا د مېکروبي هډوکو په ناروغۍ اخته وي، د درملنې لپاره یاد هېواد ته استوي.

همدارنګه، تر دې مهاله شاوخوا ۵۰۰۰ ماشومان تر بریالۍ درملنې وروسته بېرته خپلو کورنیو ته راستانه شوي او دا بشردوستانه لړۍ لا هم دوام لري.

افغاني سره میاشت ژمنه ده، چې د خپلو بشردوستانه همکاریو له لارې به د ناروغو ماشومانو د درملنې او روغتیايي ملاتړ لړۍ دوامداره وساتي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲ - ۵:۲۷
Background image

په المان کې تر درملنې وروسته ۱۹ ماشومان هېواد ته راستانه شول

شنبه، ۶ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري المان هېواد ته د درملنې لپاره استول شوي ۱۹ تنه هغه ماشومان، چې په اور سخت سوځېدلي وو او یا د مېکروبي هډوکو په ناروغۍ اخته وو، تر بشپړې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

بامیان؛ د څه باندې ۶۳٠٠ ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۴ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بامیان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۸۶۱ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۲۹
Background image

کابل؛ فاریاب کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار اړوند د ۲۰۴۰ متر مربع ځمکې د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د تهیې او. . .

BACK TO NEWS