هرات ولايت کې د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې دوه شبکې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۹:۵۵
خبرونه

هرات ولايت کې د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسونې دوه شبکې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې!

نن چهارشنبه د شعبان د میاشتې پر ۶مه،د افغاني سرې میاشتې له لوري د نړيوال فدراسيون په مالي ملاتړ د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ په سر بند او شور آب سيمو کې چې وګړي يې د څښاک اوبو د کمښت له امله ستونزو سره مخ ول،   د درې نيم ميليونه افغانيو په ارزښت په سولرو سنبال د اوبو رسونې دوه شبکې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

د اوبو رسونې د يادو شبکو له لارې به د شور آب په سيمه کې د ۴۰۰ او د سربند په سيمه کې د ۲۵۰ کورنيو د څښاک اوبو ستونزه حل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۶:۱۷
Background image

بلخ؛ ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې ۲۰۰ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۲.۱ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه.

یاده مرسته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۴
Background image

کابل؛ د ګرمې اعاشې او امنیتي کمرو د تدارک لپاره د داوطلبۍ دوه ناستې وشوې

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې د کابل مرکزي مرستون د داخلي مشمولینو لپاره د ۲۴ قلمه ګرمې اعاشې او د ساتنې او خونديتوب ریاست لپاره د ۱۸ قلمه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۲:۵۷
Background image

کابل؛ د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم د ام‌ ډي ډاکټر بست لپاره له نوماندانو ازموینه واخیستل شوه

یکشنبه، ۲۸ ذوالحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې اړوند د کابل ولایت د لومړي ګرځنده روغتیايي ټیم لپاره د ام‌ ډي ډاکټر په خالي بست د یوه وړ او مسلکي روغتیاپال د ګمارنې په موخه له نوماندانو. . .

BACK TO NEWS