نورستان ولایت کې د ورښتونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
نورستان ولایت کې د ورښتونو له امله زیانمنو شویو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه!
نن سه شنبه د رجب د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې د ورښتونو له امله له ۶ زیانمنو شویو کورنیو سره ۴ قلمه د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترسره شوه، چې هرې کورنۍ ته ۱ ترپال، ۶ کمپلې، ۱ سيټ د پخلنځي توکي او ۲ کیلو شین چای ورکړل شو.
همداراز د یادو کورنیو له جملې له ۲ کورنیو سره د ۲ خېمو مرسته هم ترسره شوه.