پروان ولایت کې څه باندې ٤١٤ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات!

پروان ولایت کې څه باندې ٤١٤ تنه زده کونکو ته ښوونیز خدمات!
د افغاني سرې میاشتې اړوند د پروان ولایت د ځوانانو او رضاکارانو ښوونیز مرکز کې د تېرو ۳ میاشتو په ترڅ کې ٤١٤ زده کوونکو ته د اسلامي ښوونې، سیرت النبي، لیک لوست، ریاضي، انګلیسي او کمپيوټر برخو کې د زده کړو زمينه برابره شوې.
یاده موده کې ١٩٩ تنه زده کونکي د زده کړو له بشپړولو وروسته فارغ او پاتې ٢١٥ تنه لا هم په زده کړو بوخت دي.