نورستان ولايت کې ۱۴۷۶۳ وګړو ته روغتیایي خدمات!

نورستان ولايت کې ۱۴۷۶۳ وګړو ته روغتیایي خدمات!
د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د نورستان ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۷۲۶۶ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل ورکړي؛ د ۵۶۱ تنو ټپیانو پانسمان، ۲۴۲۸ مېرمنو او ماشومانو ته د بیلا بیلو ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د واکسینونو تطبیق، ۳۰۳۳ کسانو ته د روغتیا ساتنې په تړاو اړینې مشورې، ۶۸۰ مېرمنو ته د زیږون په برخه کې خدمات، ۵۲۷ خوارځواکو ماشومانو ته د خوارځواکۍ اړوند خوراکي توکي او ۲۶۸ تنو مېرمنو ته يې د کورني تنظیم د چمتووالي په برخه کې لازمې مشورې هم ورکړې دي.