ننګرهار؛ د سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
سې شنبه، ۱۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې له لوري د ننګرهار ولایت د دور بابا ولسوالۍ په وچه لګډ او سور کنډو سیمو کې د سېلابونو له امله ۲ زیانمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.
افغاني سره میاشت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو کورنیو د ملاتړ او د اړتیا پر مهال د بشري مرستو د رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
