غزني؛ زرګونو ناروغانو ته معاينه، درمل او روغتيايي مشورې ورکړل شوې دي
سې شنبه، ۱۳ جمادی الآخره ۱۴۴۸
د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د غزني ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۰۴۲ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینونو د تطبیق، روغتیايي سلا مشورو او خوارځواکو ماشومانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې کړي دي. سربېره پر دې، ۲۲۸۹ تنو ته د مور او ماشوم د روغتیا اړوند خدمتونه هم ترسره شوي دي.
