ننګرهار، سرپل، تخار او کندز ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو خرما وویشل شوه

ننګرهار، سرپل، تخار او کندز ولایتونو کې پر اړمنو او بېوزله کورنیو څه د پاسه ۷ ټنه خُرما ووېشل شوه!
نن دوشنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۰مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري له ۶۳۷ اړمنو او بېوزله کورنیو سره په ننګرهار، ۴۰۰ کورنیو سره په کندز، ۴۰۰ کورنیو سره په تخار او ۳۳۰ کورنیو سره په سرپل ولایت کې په ټوله کې د ۷.۰۶۸ ټنه خُرما مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د سعودي عربستان هېواد له لوري چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۴ کیلو خُرما ورکړل شوه.