لغمان ولایت کې اړمنو کروندګرو ته سپینه سره ووېشل شوه!
لغمان ولایت کې اړمنو کروندګرو ته سپینه سره ووېشل شوه!
نن دوشنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۲٨مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري د لغمان ولایت په علینګار ولسوالۍ کې پر ۱۹۳ اړمنو او بې وزلو کروندګرو ۹.۶۵۰ ټنه سپینه سره ووېشل شوه.
یاده مرسته چې د ترکمنستان هېواد له لوري چمتو شوې وه؛ هرې کورنۍ ته يوه بوجۍ ۵۰ کیلويي سپینه سره ورکړل شوه.