د کابل ښار په پاکوالي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو کډون!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۳۰ - ۱۳:۵۳
د کابل ښار په پاکوالي کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو کډون!

د کابل ښار د پاکوالي کمپاین د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوري د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رضاکارانو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معینیت او کابل ښاروالۍ په ګډون سره، د روان ۱۳۹۹ لمریز کال د تلې پر ۲۷ نیټه د یوې ورځې لپاره په لاره واچول شو.

په یاد پروګرام کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې کلتوري ریس ښاغلي میاګل وثیق، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو معین ښاغلي لایق شاه ځدراڼ، د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځوانانو او رضاکارانو ریس ښاغلي شفیع الله جمال، د کابل ښار د لومړۍ ناحیې مرستیالې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې رضاکارانو ونډه درکوده، چې ( زموږ ښار زموږ کور) تر شعار لاندې یې کابل ښاریانو ته د ښاري پاکوالي پیغام ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

هرات؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۹۷۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS