د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۵ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!

د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲۵ ماشومان کورنیو روغتونونو ته ور وپېژندل شول!
نن یکشنبه د جمادي الأول د میاشتې پر لومړۍ نېټه، افغاني سرې میاشتې د تېر په څېر یو ځل بیا ۲۵ تنه د سوري زړه په رنځ اخته ماشومان پلازمېنه کابل کې ۴ کورنيو روغتونونو ته د درملنې او عمليات په موخه ور وپېژندل.
د یادونې وړ ده، چې د یادو ناروغو ماشومانو درملنه او عملیات د افغاني سرې میاشتې په مالي لګښت ترسره کېږي.
https://t.me/ARCSAfghanistan