د روژې په مناسبت؛ پکتیکا کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۳۴
د روژې په مناسبت؛ پکتیکا کې پر ۲۰۰ اړمنو کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۷ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په شاوزه سیمه کې پر ۲۰۰ اړمنو او بېوزله کورنیو ۱۹.۱ ټنه خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په مرسته کې هرې کورنۍ ته ۹۵.۵ کیلو خوراکي توکي ورکړل شول، چې پکې ۵۰ کیلو اوړه، ۲۴.۵ کیلو وریژې، ۵ لیټره غوړي، ۵ کیلو بوره، ۵ کیلو لوبیا، ۲ کیلو مالګه، ۳ کیلو خُرما او ۱ کیلو شین چای شامل وو.
د مرستې موخه د روژې په مبارکه میاشت کې د اړمنو د اقتصادي ستونزو را کمول او د دوی د لنډمهاله خوراکي توکو د اړتیاوو پوره کول وو.
د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت په نعمت آباد او چهاربران ولسوالیو کې پر ۶۰۰ اړمنو کورنیو ورته مرسته وېشل شوې وه.
افغاني سره میاشت د خپلو اووه ګونو اصولو په رڼا کې د اړمنو او بېوزله هېوادوالو لاسنیوي ته دوام ورکوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۹:۵۷
Background image

لوګر؛ افغاني سرې میاشتې پر ۵۰ اړمنو کورنیو خوراکي او غیرخوراکي مرسته ووېشله

سې شنبه، ۷ رمضان ۱۴۴۷
افغاني سرې میاشتې لوګر ولایت کې پر ۵۰ اړمنو او بې سرپرسته کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ووېشله.
یاده مرسته چې د سېلاب خیریه بنسټ له لوري چمتو شوې وه،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

روژه او بشري ملاتړ؛ کابل کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کورنیو خوراکي مرسته ووېشل شوه

سې شنبه، ۷ رمضان ۱۴۴۷ 
د افغاني سرې میاشتې له لوري مرکزي مرستون کې پر ۱۰۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو د روژې مبارکه میاشت کې د هغوی د لومړنیو اړتیاوو پوره کېدو په موخه د خوراکي توکو مرسته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۲:۴۴
Background image

ميدان وردګ؛ د زرګونو ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې ده

سې شنبه، ٧ رمضان ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ميدان وردګ ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ١٨٤٩ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS