د دندې اعلان

Publish Date
Closing Date
Location
کابل
د دندې عنوان: فارمسست (Pharmacist / Dispenser)
اړونده اداره: د افغاني سرې میاشتې ټولنه
د دندې ځای: کابل، نهمه ناحیه، د پل پادشاه سیمه، د سوري زړه پر ناروغۍ داخته زېږېدلیو ماشومانو د درملنې روغتون
اړونده څانګه: د روغتیايي خدمتونو ریاست، د ماشومانو د زړه روغتون
بست:
د بستونو شمېر: ١
راپور: د ماشومانو د زړه روغتون رئیس ته
راپور اخیستل له: آی سي او، وارډونو، عملیات خونو او د سراپا خدماتو له څانګو څخه
د بست کوډ نمبر : hr@0045
د اسنادو د استولو وروستۍ نېټه:
١۴۴۶/۱۱/۲۴
۱۴۰۴/۳/۱
2025/May/22
د دندې موخه:
د درملو له شتون، وېش او د ډاکټر له لارښوونې سره سم د درملو له استفادې څخه ډاډ ترلاسه کول، ناروغانو ته د درملو د استعمال برخه کې بشپړ معلومات ورکول او د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په روغتون کې د درملتون د موجودۍ او څارنې د کیفیت مدیریت ترسره کول.
وظیفوي مسئولیتونه:
۱. د ډاکټرانو له لارښوونو او د دوايي کیفیت د کنټرول له معیارونو سره سم درمل تحویل او بسته بندې کوي.
۲. ناروغانو او د هغوی کورنیو ته د درملو د اندازې او سمې ساتنې په اړه معلومات ورکول.
۳. د درملو د پاینیټې (Expiry Date) څارنه کول او له ختمېدو وړاندې یې له لګښت څخه ډاډ ترلاسه کول.
۴. د درملو له کمښت او اضافي درملو څخه د مخنیوي او درملو د راوړلو په پار د درملتون موجودي مدیریت کول.
۵. له ملي معیاري پروتوکولونو سره سم د ګودام شرايطو او پاکولي ته پاملرنه کول.
۶. د درملو د لګښت میاشتني راپورونه جوړول او د (LIS/HMIS) په برېښنايي سیستم کې ثبتول.
۷. د درملو خوندي لګښت او دوايي پروتوکولونو په لیکلو کې له طبي ټيم سره مرسته کول.
۸. د درملیزو پېښو د بررسۍ او تېروتنو څخه د مخنيوي په موخه د کیفیت د ښهوالي کمیټې په غونډو کې برخه اخیستل.
۹. د درملتون شفتونه سر ته رسول او په ۲۴ ساعته توګه د ناروغانو درملیزو اړتیاو ته ځواب ویل.
۱۰. مسلکي اخلاق درلودل، د ناروغ د معلوماتو محرمیت او اسلامي حجاب ته پاملرنه کول.
۱۱. مراجعینو او ناروغانو ته له درملو د سمې ګټې اخیستنې په هکله معلومات ورکول.
وړتیاوې:
۱. له معتبر دولتي یا شخصي پوهنتون څخه چې لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو سره ثبت وي د درملو جوړولو Bachelor of Pharmacy یا Pharm.D پنځه کلن تحصیلي سند درلودل.
۲. د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا آزموینه یې ورکړې وي او MoPH کې ثبت وي.
۳. په روغتون یا OPD کلینیک کې د کار کولو کم تر کمه ۳ کلنه تجربه درلودل.
۴. د درملو د ساتنې د اصولو، موجودۍ د مدیریت او طبي ګودام دارۍ وړتیا درلودل.
۵. د مصرفي راپورونو او درملو د وړاندیزونو جوړولو په موخه د افیس او HMIS برخه کې کمپيوټري مهارتونه درلودل.
۶. په بېړنیو شرايطو کې د پرېکړو او ګروپي کار وړتیا درلودل.
۷. وخت پېژندل او د خدماتو وړاندې کولو پياوړې روحیه درلودل.
۸. په ملي ژبو (پښتو او دري) بشپړ تسلط درلودل او په انګليسي ژبه پوهېدل.
ګرانو کاندیدانو!
د خپلو تعلیمي سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
برېښنا لیک:
hr@arcs.af
د اړیکې شمېره:
+93-706-750-299
یادونه: نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.