د افغاني سرې میاشتې پلاوي ترکیې کې د درې خیریه بنسټونو سره د بشري همکاریو د پراختیا په موخه ناستې وکړې

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۵:۱۳
خبرونه

 

د افغاني سرې میاشتې  پلاوي ترکیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په استانبول ښار کې د ۳ نړیوالو خیریه بنسټونو (IHH، حق، او IDDEF) له مسئوینو سره د بشري همکاریو د پراخوالي، ګډو پروژو، اړمنو او بې وزله کورنیو ته د مرستو برابرولو  په موخه جلا جلا ناستې وکړې.

عکس

يادو ليدنو کې د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي عبداللطیف ثابت، د سکرتر جنرال د پلان او پاليسۍ مرستيال ښاغلي مولوي عزت الله امين او مل پلاوي د بې وزله او اړمنو د وضعیت، د طبیعي او غیري طبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدنې، راستنېدونکو کډوالو ته د بېړنيو بشري مرستو چمتو کولو ، مرستونونو کې د یتیمانو، بې سرپرسته کورنیو  او رواني ناروغانو د ملاتړ او لاسنيوي برخه کې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د همکاريو غوښتنه وکړه.

ورپسې د (IHH، حق، او IDDEF) خیریه بنسټونو مسئولینو د افغانانو د لاسنیوي او ملاتړ برخه کې د افغاني سرې میاشتې خدمات وستایل او ژمنې یې وکړې چې په افغانستان کې به خپل فعالیتونه لا پراخه کړي او زياته يې کړه چې په افغانستان کې د څاه‌ګانو کیندلو، مسجدونو او مدرسو جوړولو، روغتیا، تعلیم، بېړنيو مرستو، یتیمانو پاللو او اقتصادي ملاتړ برخو کې فعالیتونه لري او هڅه کوي له افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ دا فعالیتونه د افغانستان نورو برخو ته هم وغځوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۶:۸
Background image

پکتیا کې له راستنېدونکې او اورلګېدنې زیانمنې کورنیو سره د سرپناه بېړنۍ مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اړوند په تېرې کلي کې له دوو اړمنو او زیانمنو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرسته وشوه.
يوه کورنۍ چې د اور لګېدنې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۶:۱
Background image

د سړې هوا پر وړاندې د ۵۰۰ کورنیو ملاتړ؛ هلمند کې ژمنۍ مرسته ووېشل شوه

چهارشنبه، ۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه په ګډون په ګرېشک او ګرمسېر ولسوالیو کې پر ۵۰۰ راستنو شوو کډوالو کورنیو غیر خوراکي مرسته ووېشل شوه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۲:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۵۰ بې سرپرسته اړمنو کورنیو سره د ځان بسياینې لپاره نغدي مرسته وشوه

چهارشنبه، ۱ رمضان ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري په ننګرهار کې له ۵۰ بې‌ سرپرسته اړمنو کورنیو سره د ځان‌ بسياینې او کوچنیو کاروبارونو د پیل لپاره یو نیم میلیون (۱،۵۰۰،۰۰۰) افغانۍ نغدي. . .

BACK TO NEWS