د افغاني سرې میاشتې ټولنې او عامې روغتیا وزارت ترمینځ د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک!

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۹ - ۱۹:۴۲
د افغاني سرې میاشتې ټولنې او عامې روغتیا وزارت ترمینځ د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک!

د کرونا ویرس سره د مبارزې په موخه دوه اړخیزه هوکړه لیک د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرپرست رئیسې آغلې ډاکترنیلاب مبارز اود عامې روغتیا د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکتر وحید الله مجروح له لوري  په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د کوپریشن دنوي مسؤلې آغلې رابرتا فلسیولا، د سره صلیب د روغتیایي چارو د کاردیناتور ښاغلي ګبریل موفوتا او په کابل کې د سره صليب او سرېمیاشتې د نړيوال فدراسیون د مشر ښاغلي نیسفورمیګندي په حضور کی؛ نن چهار شنبه د روان ۱۴۰۰ لمریز کال د غبرګولي پر ۱۹ نیټه دیوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کی لاسلیک شو.

 

یاد کنفرانس ته د افغاني سرې مياشتې ټولنې سرپرست رئیسې آغلې ډاکټر نیلاب مبارز په خپلو خبرو کې وویل: ( د افغاني سرېمیاشتې ټولنه په بشپړه خپلواکۍ او د غورځنګ د اووه ګونو اصولو، په ځانګړې توګه د ناپلوۍ او نا پیلتوب په رڼا کې د هیواد په لرې برتوسیمو کې ” هغه سیمو کې چې نورې ادارې ورته لاس رسی نه لري“ روغتیایي او بشرپال خدمتونه وړاندې کوي، چې د کوید ۱۹ ویروسسره د مبارزې په موخه یې د خپلو نړیوالو همکارانو په مرسته په کابل ښار کې په پرمختللیو تخنیکي او روغتیایي توکو سمبال ۵۰ بستریزروغتون له لارې په کرونا ناروغۍ اخته هیوادوالو ته په وړیا توګه روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. همدارنګه د هیواد په ګوټ ګوټ کې دروغتیایي کارکونکو او رضاکارنو له لوري د یاد ویروس څخه  د ژغورنې او وقایې په موخه پوهاوی ورکول کیږي).  

نوموړې زیاته کړه: د افغاني سرې میاشتې ټولنه خپل مسولیت ګڼې؛ ترڅو په بیړنیو حالاتو کې، په ټولو شته امکاناتو سره د عامې روغتیاوزارت ترڅنګ و دریږي. او همدارنګه یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو همکارانو له لوري د افغانستان د وګړو لپاره د کوید١٩واکسین او اکسیجن برابرولو په برخه کې د ژمنو خبر ورکړ. 

بل پلو د عامې روغتیا سرپرست وزیر ښاغلي ډاکتر وحید مجروح د افغاني سرې میاشتې ټولنې او له کاري شریکانو څخه یې د مننېترځنګ زیاته کړه؛ « د افغاني سرې میاشتې ټولنې تل د دولت د مرستیال په توګه د هیواد په لري پرتو سیمو کي اړمنو وګړو ته روغتیایياو بشرپال خدمتونه وړاندې کوي، چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه په کابل ښار کې په پرمختلوو وسایلو د مجهز ۵۰ بستریزروغتون له لارې د هیواد والو خدمت کوي». ښاغلي مجروح د کرونا سره د مبارزې په لاره کې له افغاني سرې میاشتې څخه د لا همکاریواو مرستې غوښتنه وکړه. کنفرانس د رسنیو پوښتنو ته په ځواب ورکولو سره پای ته ورسید.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۰:۱۳
Background image

هرات؛ تېره یوه میاشت کې د زرګونو ناروغانو روغتیايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۶ ربیع الأول ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې روغتیايي کارکوونکو د هرات ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۱۶۹۷۳ تنو سراپا ناروغانو ته د معاینې، اړینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۴:۴۲
Background image

کابل؛ ۲۱ راستنې شوې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې

چهارشنبه، ۵ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې ۲۱ راستنې شوې کډوالې کورنۍ د ۲۲۰ زره او ۵۰۰ افغانیو له نغدي مرستې برخمنې شوې.

دغه مرسته د ملي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۸:۲۴
Background image

کندهار؛ ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه

سې‌ شنبه، ۴ ربیع الأول ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د کندهار ښار د نهمې ناحیې په سیمه کې ۴۰۰ اړمنو مېرمنو ته د نغدي مرستو د څلورم پړاو په ترڅ کې ۴ میلیونه افغانۍ ووېشل شوې.

یاده. . .

BACK TO NEWS