د افغاني سرې میاشتې نوی سرپرست ریس د سره صلیب له استازو سره وکتل
نن یکشنبه د محرم الحرام میاشتې پر ۸مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شـ.ـيـ.ـخ الحـ.ـ.ـديث شـ.ـ.ـهـاب الـ.ـ.ـدين دلاور په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې له رئیس ښاغلي نعیم کریمي او د مل پلاوي سره تعارفي ناسته وکړه.
د ناستې په پيل کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د ښه راغلاست ترڅنګ د ياد هېواد د سرې میاشتې له دوامداره ملاتړ څخه مننه وکړه؛ چې تل یې په ستونزمنو حالاتو کې د افغاني سرې میاشتې سره څنګ په څنګ د اړمنو او پېښځپلو په لاسنیوي کې برخه اخیستې او د دوی هر اړخيزې مرستې یې اړینې وبللې. نوموړي له دوی څخه د سوري زړه په رنځ د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په افغانستان کې د ترکیې هېواد د سرې میاشتې رئیس د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ته د نوې دندې مبارکي او راتلونکي کې يې د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.
همدا راز يې په افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې د پلي کېدونکو او پلان شویو پروژو په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل.