کونړ؛ له ۳۰۰۰ داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو لړۍ بشپړه شوه

arcs_website_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۶:۲۸
Kn

دوشنبه، ۱ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کونړ ولایت کې له ۳۰۰۰ داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو سره د ۴۵ میلیونه افغانیو نغدي مرستو د وېش لړۍ، چې پرون پیل شوې وه، نن په ناړۍ ولسوالۍ کې د پاتې کورنیو لپاره د مرستو په وېش سره بشپړه شوه.

د دې لړۍ په لومړۍ ورځ د اسعد آباد ښار په بېلابېلو سیمو کې ۱۵۵ کورنیو ته ۲ میلیونه او ۳۲۵ زره افغانۍ ووېشل شوې. 

نن د ناړۍ ولسوالۍ ۲۸۴۵ داخلي بې‌ ځایه شویو کورنیو ته ۴۲ میلیونه او ۶۷۵ زره افغانۍ نغدي مرسته ووېشل شوه، چې هرې کورنۍ ۱۵ زره افغانۍ ترلاسه کړې، چې له دې سره د ۳۰۰۰ کورنیو لپاره د ۴۵ میلیونه افغانیو د مرستو وېش بشپړ شو.

دا نغدي مرستې د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري چمتو شوې وې، چې موخه یې د بې‌ ځایه شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول وو.

یادو کورنیو د افغاني سرې میاشتې له بشردوستانه خدمتونو څخه د مننې ترڅنګ دا مرستې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره اغېزمنې وبللې.

افغاني سره میاشت د خپلو کاري شریکانو په همکارۍ هڅه کوي، چې د بې‌ ځایه شویو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د ستونزو د راکمولو لپاره پر وخت بشري مرستې برابرې کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۳:۱۰
Background image

بامیان؛ د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

سې شنبه، ۲ ربیع‌ الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بامیان ولایت د ولایتي څانګې په ریاست کې ۲۵ تنو رضاکارانو ته د پېښو مدیریت او د نغدو پیسو د لېږد په برخه کې د ظرفیت لوړونې شپږ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۲۸
Background image

کابل؛ د افغاني سرې میاشتې او کاري شریکانو ترمنځ د نوې کاري شېوې په اړه ناسته وشوه

سه‌شنبه، ۲ ربیع‌الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي مولوي عزت‌ الله امین په شتون کې د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۴
Background image

کابل؛ د متوسطې خوار ځواکۍ د څلور میاشتني پروګرام د پلي کېدو په موخه له ۱۱ مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک شول

سه‌شنبه، ۲ ربیع الآخر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې په استازیتوب د دې ادارې د سکرتر جنرال عملیاتي مرستیال ښاغلي مولوي روح‌ الله عبدالسلام او د ۱۱ مؤسسو د استازو ترمنځ د متوسطې خوار ځواکۍ د. . .

BACK TO NEWS