د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۲:۲۵
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې مرستیال د ختیځ زون د مرستون له چارو او د رواني مرکز لپاره د وقف شوې ځمکې  لیدنه وکړه!

نن سه شنبه د ذو القعدې د میاشتې پر لومړۍ نېټه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن له مل پلاوي سره ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ختیځ زون د مرستون له بېلابېلو برخو لکه د داخلي مشمولینو د اوسېدو خونې، تفرېح ځایونو، د حرفوي زده کړو له مرکز او د مرستون له چاپېریال د ليدنې ترڅنګ د بهسودو ولسوالۍ د هډې اخند زاده  سيمې د خلکو له لوري  د رواني ناروغانو د ساتنې او پالنې د معياري مرکز لپاره له وقف شوې ځمکې هم ارزونه وکړه.
ښاغلي مرستيال د مرستون له داخلي مشمولينو سره خبرې وکړې، مسٸولينو ته يې لازمې سپارښتنې وکړې،  د هغوى ستونزې يې له نږدې واورېدې او د حل په موخه يې ډاډ ورکړ.

دا راز ښاغلي حافظ عزيز الرحمن  د هډې اخند زاده سيمې له علماوو، قومي مشرانو او سپين ږيرو مننه وکړه چې د خير ښېګڼې په نيت يې سرې مياشتې ته ياده ځمکه وقف کړې ده.
په پام کې ده چې د امکاناتو په برابرېدو سره به په ياده ځمکه کې د افغاني سرې مياشتې له لوري د هر ډول اسانتياوو په لرلو سره د ختيځ زون په کچه د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې يو معياري مرکز جوړ شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

ارزګان؛ زرګونه ناروغان د افغاني سرې میاشتې له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي

پنجشنبه، ١١ رجب ١۴۴٧
د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتيايي کارکوونکو د ارزګان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٥٠٦٠ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د ورکړې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۸:۵۴
Background image

دایکندي کې ۳۰۰ اړمنې کورنۍ له بشري مرستو برخمنې شوې

چهارشنبه، ۱۰ رجب ۱۴۴۷
د دایکندي ولایت د مرکز اړوند په نیلي ښار کې له ۳۰۰ راستنو شوو کډوالو او بېوزله کورنیو سره افغاني سرې میاشتې ۲۶.۷ ټنه د خوراکي توکو مرسته وکړه.
په مرسته کې هرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۸:۴۸
Background image

کندهار؛ ۱۴ تنه رغيدلي رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شول

چهارشنبه، ۱۰ رجب ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې له لوري د سویل زون په کچه په کندهار ولایت کې د رواني ناروغانو د ساتنې او درملنې له مرکز څخه ۱۴ تنه رغيدلي رواني ناروغان تر بشپړې درملنې وروسته. . .

BACK TO NEWS