د افغاني سرې میاشتې مرستیال د آی سی آر سی له مسؤلې او د نډیوال فدراسیون له مشر سره تعارفي ناسته ترسره کړله

arcs_website_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۳:۴۶
ناسته

نن د محرم الحرام  د میاشتې پر ۱۸مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي الحـ.ـ.ـافـ.ـ.ـظ عـ.ـ.ـزیز الرحـ.ـ.ـمن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د آى سي آر سي له مسئولې اغلې کترینا رېټز او د نړیوال فدراسیون له مشر نیسیفور مګینډي سره تعارفي ناسته وکړه.
ناسته کې ښاغلي الحافظ عزيزالرحمن د نړیوال سره صلیب او نړیوال فدراسیون د مسئولینو په راتګ خوښي وښوده او له افغاني سرې میاشتې سره یې د یادو بنسټونو له لوري د شویو مرستو مننه وکړه، ترڅنګ یې د پېښځپلو او اړمنو هېوادوالو پر اړتیاو او راتلونکي کې د دواړو لوريو تر منځ د اړیکو د لا پياوړتیا په اړه بحث او خبرې وکړې.
ورپسې په افغانستان کې د آى سي آر سي مسئولې اغلې کترینا او د نړیوال فدراسیون مشر نېسېفور مګينډي د افغاني سرې میاشتې مرستیال ته د نوي دندې د مبارکۍ تر څنګ د ښه خدمت هیله وکړه او په راتلونکي کې یې له افغاني سرې میاشتې سره د ګډو فعاليتونو د لا پراختیا ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۴۷
Background image

هرات کې د سیمه ییز زون مسجد بیارغول کېږي!

هرات کې د سیمه ییز زون مسجد بیارغول کېږي!

نن چهارشنبه د جمادي الآخر د میاشتې پر ۳۰ مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خيريه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې د هرات زون د مسجد بیارغونې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

د افغاني سرې میاشتې د مقام نوى سلاکار معرفي شو!

د افغاني سرې میاشتې د مقام نوى سلاکار معرفي شو!

نن د جمادي الآخر د میاشتې پر ۳۰ مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددې خیریه ملي ټولنې د څانګو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۳:۴۸
Background image

تخار ولايت کې ۱۱۷۰۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

تخار ولايت کې ۱۱۷۰۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات!

د افغاني سرې میاشتې روغتياپالانو د تخار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په ترڅ کې ۲۶۵۷ تنو ته د کتنې ترڅنګ د اړتیا وړ درمل. . .

BACK TO NEWS