د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر جنک اونال سره تعارفي ناسته وکړه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۵ - ۸:۵۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر جنک اونال سره تعارفي ناسته وکړه!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص نن په خپل کاري دفتر کې په کابل کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر جنک اونال سره تعارفي ناسته وکړه. ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي اونال ته افغانستان ته د راتګ هرکلی ووایه او د ترکیې او افغانستان د ولسونو ترمنځ یې اړیکې د اسلامي اُخوت پر بنسټ تاریخي وبللې. نوموړي وویل "په تېرو ۲ کلونو کې ترکیې له هر چا زیات د افغانانو لاسنیوی کړی او افغاني سرې میاشتې ته یې په سختو حالتونو کې د همکارۍ لاس ورکړی". ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص وویل "مونږ د ترکیې د سرې میاشتې منندوی یو، چې له مونږ سره د بشري خدماتو په برخه کې صمیمانه اړیکې لري او فعالیتونه په ګډه مخې ته وړو". نوموړي د ترکیې هېواد شارژدافیر ته ډاډ ورکړ، چې افغاني سره میاشت به په بشري خدماتو کې د ترکیې مرستندویه وي او ترڅنګ به یې ولاړه وي..نوموړي په بشري مرستو کې افغانستان ته د ترکیې د پاملرنې ځانګړې مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د ترکیې همکاري افغاني سرې میاشتې ته ډېر ارزښت لري. ناسته کې افغانستان کې د ترکیې شارژدافیر ښاغلي جنک اونال افغانستان ته پر خپل راتګ خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه،چې افغاني سرې میاشتې سره په همغږۍ به په افغانستان کې د ترکیې بشري مرستې تنظیموي. نوموړي وویل "افغانستان ته د ترکیې یو بل ریل ګاډی مرسته په لاره ده، چې له را رسیدو وروسته به یې د افغاني سرې میاشتې په همکارۍ د پاکستان پولو ته نېږدې پر راستنو شویو کډوالو وویشو".ښاغلي جنک اونال وویل "افغانستان تل په طبیعي ناورینونو کې ښکیل وی، خو مونږ به یې تل لاسنیوی وکړو".

kk

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۴۶
Background image

افغاني سره میاشت هغه ځوان کهول ته چې په خپل شخضي لګښت زده کړې نشې کولای زمینه برابروي

فغاني سرې میاشتې د هېواد ځوان کهول ته چې په شخصي ښونیزو مرکزونو کې د فیس ورکولو توان نه لري؛ په ټول هېواد کې ٣٥ ښوونیز مرکزونه لري. پر همدې بنسټ د بامیان ولایت ښوونیز مرکز د تېر ۱۴۴۵. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۵:۳۷
Background image

د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندز ولایت کې روغتیایي خدمتونه ترسره شول

افغاني سرې میاشتې د کندز ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خپل ګرځنده روغتیایي ټیم او ثابتو کلینیکونو پر مټ په تېرو ۳۰ ورځو کې ۱۲۳۳۱ تنو ناروغانو ته د روغتیا په برخه کې خدمات وړاندې کړي.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۴:۲۶
Background image

په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د افغاني سرې میاشتې فعالیتونه:

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د سرې میاشتې د فعالیتونو خبرونه:

کابل:
*  افغاني سرې میاشتې ته د اتصالات مخابراتي شرکت له لوري د ننګرهار ولایت د سېلاب ځپلو د لاسنيوي او مرستې په موخه ۲ ميلیونه. . .

BACK TO NEWS