کندهار ولایت کې پر ۶۵ سېلاب ځپلو کورنیو څه کم ۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۱۸:۳۶
خبر

کندهار ولایت کې پر ۶۵ سېلاب ځپلو کورنیو څه کم ۵ ټنه د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه!

نن پنجشنبه د رمضان د میاشتې پر ۱۳مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري په کندهار ولایت کې له ۶۵ سېلاب ځپلو کورنیو سره په ټوله کې ۴.۹۲۷ ټنه د خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
یاده مرسته چې د ترکیې د سرې میاشتې په مالي همکارۍ چمتو شوې وه، هرې کورنۍ ته ۷۵.۸ کیلو خوراکي توکي چې اوړه، غوړي، وریژې، بوره، لوبیا، روب، شین چای، مکروني او بیسکوټ په کې شامل وو؛ ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۸:۲۱
Background image

کابل؛ دیني عالمانو ته د اسلام او نړیوال بشرپال قانون تر عنوان لاندې روزنیز ورکشاپ ترسره شو

پنجشنبه، ۲۲ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې د حقوقي ریاست په نوښت او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي ملاتړ، په کابل کې د یو شمېر دیني مدارسو، ملکي او نظامي ادارو ۳۵ تنو دیني عالمانو ته د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۴:۳۱
Background image

بادغیس کې د ۳.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د کانال جوړولو پروژه پیل شوه

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند د باغک په کلي کې د سېلابونو له امله د رامنځته کېدونکو زیانونو د مخنیوي په موخه د ۳.۲ میلیونه افغانیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۳:۴۷
Background image

پروان؛ ۲۴ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیرخوراکي توکي ورکړل شول

یکشنبه، ۲۵ صفر ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې ۲۴ سېلاب‌ ځپلو کورنیو ته خوراکي او غیر خوراکي توکي ورکړل شول.

یاده مرسته د ملک سلمان د بشري مرستو. . .

BACK TO NEWS