د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس چین کې د يوولسو ملي ټولنو د مسؤلینو لپاره جوړ شوي سیمينار کې ګډون وکړ

arcs_website_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۸:۴۰
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس چین کې د يوولسو ملي ټولنو د مسؤلینو لپاره جوړ شوي سیمينار کې ګډون وکړ

دغه سیمينار چې د آى سي آر سي او د سرو مياشتو د نړیوال فدراسیون په نوښت جوړشوی و، د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحديث شهاب الدین دلاور او د نوموړي د مرستيال ښاغلي حافظ عزيز الرحمن  سربېره په کې د ۱۰ بېلابېلو هېوادونو د سرو میاشتو او سرو صلیبونو مسؤلینو ګډون درلود.
د ياد سيمينار موخه د ملي ټولنو د رهبرۍ د مهارتونو لوړول، د ستراتېژيکو پلانونو جوړول او د بشري مرستو د اغېزمنتیا د زیاتوالي په اړه د پوهاوي زياتولو ترڅنګ د رهبرۍ او مدیریت نوي مفاهیم، د بشري خدماتو د وړاندې کولو په اړه نوې لارې چارې زده کول او د نړیوالو همکارانو ترمنځ د همغږۍ پياوړتيا وه.

همدا راز په ترسره شوي سیمينار کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د افغانستان د روانو بشري اړتیاوو، خپلو فعالیتونو، او راتلونکو پروژو په اړه د تفصیلي معلوماتو وړاندې کولو ترڅنګ په خپل منځي بحث کې د بیړنیو خدماتو وړاندې کولو تجربې او د ټولنې اړتیاوو ته د رسېدنې پر نوښتونو خبرې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۵۲
Background image

بامیان؛ د څه باندې ۶۳٠٠ ناروغانو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه شوې

پنجشنبه، ۴ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د بامیان ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۸۶۱ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۶:۲۹
Background image

کابل؛ فاریاب کې د افغاني سرې میاشتې پر ځمکه د پانګونې داوطلبۍ ترسره شوه

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ۱۴۴۷

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د فاریاب ولایت د میمنې ښار اړوند د ۲۰۴۰ متر مربع ځمکې د پانګونې په موخه د داوطلبۍ ناسته ترسره شوه.

دغه ناسته د تهیې او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۵۸
Background image

دایکندي کې زرګونو ناروغانو ته پراخ روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي

چهارشنبه، ۳ ذو الحجه ١۴۴٧

د ‎افغاني سرې میاشتې روغتيايي کارکوونکو د دایکندي ولايت په بېلابېلو ولسواليو او کلیو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ۲۳۰۲ تنه ناروغانو ته د معاینې او درملو د. . .

BACK TO NEWS