د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۸:۵۷
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مسئول سره وکتل!

نن دوشنبه د رجب میاشتې پر ۱۲مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د نړیوال فدراسیون له مشر ښاغلي نېسېفور مګینډي او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې د بشري مرستو د جلب په موخه ناسته وکړه.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس دوى ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په خپلو څرګندونو کې د نړيوال فدراسيون څخه   د ژمي په درشل کې له سړې هوا د اړمنو او بېوزله وګړو د ژغورنې په پار د ژمنۍ البسې برابرولو غوښتنه هم وکړه.
ورپسې د نړیوال فدراسیون مشر په خپلو خبرو کې د فنلینډ او جاپان هېوادونو له لوري د غیرې خوراکي توکو د مرستې برابرولو ترڅنګ د برتانیې هېواد له لوري هم نیږدې راتلونکي کې د غیرې خوراکي توکو د مرستې رارسېدو خبره وکړه.
همدارنګه د افغاني سرې مياشتې پلاوي چې په وروستيو کې جینوا ته سفر کړى وه، هلته د ترسره شوي کنفرانس څخه ترلاسه شوي معلومات د ياد پلاوي له لوري د مرکز او زونونو له کارکوونکو سره د ورکشاپ له لارې د شریکولو او د نړيوال فدراسيون له لوري د ترکیې هېواد په انقره کې د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې د ۵ کسانو د روزنې ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۷ - ۲۰:۸
Background image

د لوی اختر په مناسبت پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو غوښه ووېشل شوه

شنبه، ۱۰ ذوالحجه ۱۴۴۶ 
د لوی اختر په اوله ورځ، د افغاني سرې میاشتې له لوري د کابل په مرکزي مرستون کې د ترکیې د سرې میاشتې او د دیانت خیریه بنسټ په مالي ملاتړ، پر ۲۰۰۰ اړمنو کورنیو ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۳۰
Background image

پکتيا ولايت کې پر راستنو شويو کډوالو کورنيو د کمپلو مرسته ووېشل شوه

پنجشنبه، ۸ ذو الحجه ۱۴۴۶
 د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې پر هغو راستنو شويو کډوالو کورنيو د افغاني سرې میاشتې له لوري ۵۲۱ تختې کمپلې ووېشل شوې چې د بېلابېلو ولايتي ادارو د ګډې کمېټې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۲۱:۱
Background image

فارياب ولايت کې ٩٠٣١ تنه اړمنو وګړو ته روغتیایي خدمات وړاندې شوي

پنجشنبه، ۸ ذوالحجه ۱۴۴۶

د ‎افغاني سرې میاشتې  روغتياپالانو د فارياب ولايت په بېلابېلو سيمو کې د تېرو ۳۰ ورځو په اوږدو کې ٤٣٦١ تنو ناروغانو ته د کتنې او اړتیا وړ درملو د ورکړې ترڅنګ ٢٤٩. . .

BACK TO NEWS