د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د لوګر ولایت له والي سره وکتل

سې شنبه، د محرم الحرام ۵مه
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ولایت له والي ښاغلي شیخ الحدیث ضیاءالرحمن مدني سره د سېلاب ځپلو کورنیو د وضعیت ارزونې او لاسنیوي په موخه وکتل.
ناسته کې د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس د وروستیو شدیدو سېلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنیو له ډلې د یو تن شهید له کورنۍ سره د ۵۰۰۰۰ افغانیو او یو تن ټپي له کورنۍ سره د ۳۰۰۰۰ افغانیو نغدي مرسته د لوګر ولایت والي ته وسپارله او شهید شوي هېوادوال ته یې د الله جل جلاله له دربار څخه د مغفرت او ټپي ته د عاجل صحت غوښتنه وکړه.