د افغاني سرې مياشتې سرپرست عمومي رئیس له يو تن ملي سوداګر سره معلولینو ته د مرستو چمتو کولو په موخه وکتل

سې شنبه، ۵ محرم الحرام ۱۴۴۷
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې له ملي سوداګر ښاغلي نجیب الله تلاش او د سېلاب خیریه بنسټ له مشر سید احمد سېلاب سره اړمنو، راستنېدونکو کډوالو او معلولینو ته د مرستو برابرولو په موخه وکتل.
کتنه کې سرپرست عمومي رئیس د اړمنو، پېښځپلو او معلولینو ستونزو ته رسېدنه د هر مسلمان ديني او ایماني مسئولیت وباله او غوښتنه یې وکړه، چې ملي سوداګر باید د بې وسه هېوادوالو په لاسنیوي او مرسته کې پوره همکاري وکړي.
دغه راز ملي سوداګر ښاغلي نجیب الله تلاش اړمنو او پېښځپلو ته د مرستو چمتو کولو ډاډ څرګند کړ او ژمنه یې وکړه، چې نږدې راتلونکي کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې پر اړمنو، راستنو شویو کډوالو او معلولینو مرسته و وېشي.