د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

arcs_website_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۶
خبرونه

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور ددې خیریه ملي ټولنې په مرکزي دفتر کې په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول ښاغلي جیرمي سمېت سره د ګډو فعاليتونو د همغږۍ په تړاو ناسته وکړه.
ناسته کې سرپرست عمومي رئيس له دې خیريه ملي ټولنې د ملاتړ برخه کې د دوی له همکاریو مننه وکړه او د برتانیې د سره صلیب مرستې یې د بې سرپرسته او اړمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره ارزښتمنې یادې کړې.
دا راز ښاغلي دلاور له ښاغلي سمېت څخه د سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې د لا زیاتې مرستې غوښتنه وکړه او نوموړي ته یې د یادو ناروغانو د بېوزلۍ په تړاو بشپړ معلومات وړاندې کړل. 
ورپسې په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب مسئول د خپلو همکاریو د جاري ساتلو د دوام ډاډ څرګند کړ او د مرستونونو او سوري زړه ناروغانو د درملنې په برخه کې د مرستې سربېره يې ژمنه وکړه، چې کاري شريکان به  و هڅوي، څو له دې خیریه ملي ټولنې سره خپلې مرستې لا پراخې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۴:۴
Background image

تخار ولایت کې د پانګونې په پار د ۳ جریبه ځمکې د مزایدې غونډه وشوه!

تخار ولایت کې د پانګونې په پار د ۳ جریبه ځمکې د مزایدې غونډه وشوه!

نن پنجشنبه د رجب د میاشتې پر ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې له لوري ددې خیریه ملي ټولنې اړوند په تخار ولایت کې د ۳ جریبه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس په افغانستان کې د برتانیې د سره صلیب له مسئول سره وکتل!

نن پنجشنبه د رجب میاشتې پر ۲۹مه، د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي شیخ الحدیث. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۷:۱۵
Background image

د افغاني سرې میاشتې د مقام د معاونیت لپاره نوی سلاکار معرفي شو! 

د افغاني سرې میاشتې د مقام د معاونیت لپاره نوی سلاکار معرفي شو! 

نن چهارشنبه د رجب میاشتې پر ۲۸ مه، د افغاني سرې میاشتې مرستیال ښاغلي حافظ عزیز الرحمن خپل نوی سلاکار ښاغلی مولوي هدایت. . .

BACK TO NEWS