دایکندي؛ د تندر لوېدو پېښې له زیانمنې کورنۍ سره نغدي مرسته وشوه

arcs_website_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۳۹
D

چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د دایکندي ولایت په میرامور ولسوالۍ کې له هغې کورنۍ سره ۳۰ زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه، چې د تندر لوېدو په پېښه کې یې د کورنۍ یو غړي خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

دغه مرسته د چین سره صلیب په ملاتړ چمتو شوې وه، چې موخه یې د یادې کورنۍ بېړنی لاسنیوی او ورسره د بشري خواخوږۍ څرګندول وو.

افغاني سره میاشت د یوې بې‌ طرفې او بشرپالې ټولنې په توګه هڅه کوي د طبیعي پېښو له امله زیانمنو هېوادوالو ته پر وخت رسېدنه وکړي او د هغوی د عاجلو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۲۰:۴۰
Background image

بغلان؛ ۱۳ سېلاب ځپلو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د بغلان ولایت په مرکز پلخمري او خنجان ولسوالۍ کې ۱۳ هغو کورنیو ۳۹۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ترلاسه کړه، چې د وروستیو سېلابونو له امله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۵۰
Background image

کابل؛ د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې مزایده ترسره شوه

چهارشنبه، ۸ محرم الحرام ۱۴۴۸ 

د افغاني سرې میاشتې په مرکزي دفتر کې د دې ادارې اړوند د زړه روغتون د کانتین، پخلنځي او سیوري لرونکي ځای د اجارې په موخه د مزایدې ناسته ترسره شوه.

یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۴۳
Background image

تخار؛ ۴ سېلاب ځپلو کورنیو ته ۱۲۰ زره افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه

چهارشنبه، ۸ محرم ۱۴۴۸

د افغاني سرې میاشتې له لوري د تخار ولایت په بېلابېلو سیمو کې له ۴ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو سېلابونو له امله ورته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو، ۱۲۰ زره افغانۍ. . .

BACK TO NEWS